په جلریز ولسوالۍ کې وسله والو ۶ ملکیان تښتولي

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېر ماښام د جلریز ولسوالۍ له تکانې سیمې څخه وسله والو مخالفنیو۶ ملکیان تښتولي دي.

د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري سلام وطندار ته وویل، چې دغه کسان ملکي وګړي دي او وسله والو مخالفنیو له تکانې سیمې کورونو څخه را ایستلي او نامعلوم ځای ته يې تښتولي دي.

حیدري وایي، د جلریز ولسوالۍ امنیتي چارواکي او قومي مشران هڅه کوي، چې تښتول شوي کسان ژر تر ژره د وسله والو له منګلو ازاد کړي.

بل خوا د جلریز ولسوالۍ اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي سیمه ییز ځورواکي او شخصي ملېشې په دې پړه ګڼي، چې د یوشمیر مسافرو او ملکي وګړو په تښتونه کې لاس لري.

باید وویل شي، چې تیره اوونۍ هم د جلریز ولسوالۍ  په تکاني سیمه کې وسله والو مخالفینو درې مسافر له ځان سره تښتولي او تراوسه خوشې شوي نه دي.

یاده دې وي، چې تر اوسه د دغو ملکي وګړو د تښتولو اصلي لامل نه دی په ګوته شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام