د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د کرکټ په کور مشهوره ختیځ ولایت ننګرهار کې نن پنجشنبې د (می پر۵مه) د "سپین غر" په نوم د کرکټ یو بل نوی لوبغالی پرانیستل شو.
یاد لوبغالی د ننګرهار ولایت، جلال اباد ښار بهسودو پله ته نږدی پروت دی، چې نن د (ننګرهار چمپینز لیګ) ترنامه لاندې په شل اوریز کرکټ ټورنمېنټ سره په رسمي توګه د لوبو له پاره پرانیستل شو.
د دې ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې نن له غرمې وروسته افغان رینجرز لوبډلې له یوسفزي کرکټ کلب په وړاندې لوبه وکړه.
په ننګرهار چمپینزلیګ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د خېبرپښتونخوا لوبډلې په ګډون د ننګرهار، کونړ او کابل څخه ټولټال ۱۰ لوبډلې برخه لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني ال راونډر او د ننګرهار د لومړي کرکټ اکاډمي مسوول هستي ګل عابد سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې د جلال اباد په زړه کی د دغه لوبغالي رغول، د کرکټ د پرمختګ له پاره ستر اقدام یاد کړ.
د عابد په وینا، دا یو شخصي لوبغالی دی، چې د ننګرهار منتخبې کرکټ لوبډلې د لوبغاړي همایون عمر او هدایت الله په مالي مرسته رغول شوی دی.
پخواني ال راونډر زیاته کړه، چې رغول شوی لوبغالی یو معیاري لوبغالی دی، چې د ختیځ زون کرکټ پرمختګ په موخه به ګټور ثابت شي.
د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت د افغانستان کرکټ بورډ هم د کلونو هڅې وروسته، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د کرکټ د یوه لوبغالي جوړولو له پاره ۲۵ جریبه ځمکه ترلاسه کړه.
که څه هم ننګرهار د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د کرکټ کور یادېږي؛ خو یاد ولایت کې تراوسه یوازې د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د غازي امان الله په ښارګوټې کی یو لوبغالی رغول شوی دی، چې ورته د جلال اباد ښار لوبغاړي او لوبډلې د لرې واټن له کبله ورته ته زړه نه ښه کوي.