په تېرو درېيو وروځو کې ۸ یرغمل شوي مسافران ازاد شوي

له کندوزه خپاره شوي راپورونه وايي، چې د قومي او سیمه ییزو مشرانو په همکارۍ د کندوز – بدخشان پر لاره یرغمل شوي له یرغمل شویو کسانو نه ۸ تنه مسافران ازاد شوي دي. په کندوز کې د بدخشانیانو د شورا رییس محمد عالم وايي، چې دوی د بدخشان د قومي مشرانو، د سولې عالي شورا او دیني علماوو تر څنګ د کندوز د ولایتي شورا په مرسته له درېيو ورځو هڅو وروسته دغه مسافران راخوشې کړي دي.

د بدخشانیانو شورا د رییس پر وینا، شږ یرغمل شوي مسافران د کندوز له علي اباد او ۲ تنه د چهار درې ولسوالۍ نه راخوشې شوي دي.

د عالم په خبره، له طالبانو سره زیات مسافران بندیان دي او دې ډلې تر اوسه ۲ تنه وژلي هم دي.

له بل لوري د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف وايي، چې طالبانو ۲۸ تنه یرغمل کړي وو او تېره ورځ یې ۸ تنه ازاد شول. د کندوز د ولایتي شورا رییس زیاتوي، تر اوسه طالبانو له ۱۶ نه تر ۱۸ تنو پورې وژلي دي.

خو د کندوز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د دې ۸ تنو د راخوشې کولو خبر نه تاییدوي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د بدخشان ولایت د سولې عالي شورا رییس د دې ولایت د قومي مخورو په ګډون د کندوز له ولایتي شورا سره یوځای د چهار درې ولسوالۍ ته تللي وو، خو له طالبانو سره یې د کړيو خبرو په اړه څّه معلومات نه شته.

د کندوز ولایت د پولیسو مسوولان وايي، چې د مسافرانو ۸ تنه لا هم له طالبانو سره بندیان دي، چې د راخوشې کولو له پاره یې پرله پسې عملیات روان دي. د دوی په وینا، طالبانو تر اوسه ۱۲ مسافران وژلي دي.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل، چې طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ یو بل یرغمل شوی وګړی هم وژلی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام