د تخار ولایت د عالمانو شورا وايي، چې په دې ولایت کې به د ښځو د لمبلو، مېلو او تفریح د مخنیوي له پاره کمپاین پيل کړي.
د تالقان د مرکزي دارالعلوم مرستیال مخدوم ولي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ښځې او نجونې هره چهارشنبې د د تالقان زوړ ښار ته نږدې د «چینې» په نوم ځای ته ځي او په ټولیزه توګه لمبا ساعت تېري کوي، چې دغه کار یې له شرعې سره په ټکر کې دی.
د مخدوم ولې په خبره، د ښځو په یو ځای کې د تفریح په توګه راټولېدل هم شرعي جنبه نه لري.
دا چینه د تالقانو په زوړ ښار کې د تخار د اوسېدونکیو له پاره د مېلې تر ټولو مناسب ځای ګڼل شوی دی، چې ښځې یوازې د چهارشنبې په ورځ د مېلې له پاره ورځي او نارینه حق نه لري، چې په دې ورځ چینې ته ورشي.
مخکې له دې په دې ځای کې د ښځو د لمبلو په اړه څه نه وو رسنیز شوي.
په ورته وخت کې د تخار یوه مدني فعاله علم سروش وايي، دیني عالمان باید په دې ډول د ښځو د تفریح او مېلو مخه ونه نیسي. د دې په خبره، ښځې هم د نارینه وو په شان د تفریح حق لري.
له دې سره هم مهاله د تخار ولایت د حج او اوقافو ریاست ویاند مخلص تالقاني وايي، ټاکل شوې ده، چې د دې ولایت عالمان د تالقانو په ښار کې د منکراتو د مخنیوي په اړه یو پراخ کمپاین پیل کړي او د دې له پاره به یو کمېسیون هم جوړ شي.
د تالقاني پر وینا، دا ځل په خپله عالمان د دې موضوع په اړه راپورته کېږي او د منکراتو مخه نیسي.
تالقاني زیاتوي، چې له دې وړاندې هم د عالمانو له خوا نه د منکراتو د مخنیوي له پاره بېلابېل کمېسیونونه جوړ شوي وو، خو د حکومت د نه ملاتړ له امله چندانې پایله نه ده ورکړې.