.jpg)
په تخار کې په یوه شپه بېلابېلو سیمو کې د ۴ تنو او په یوه اوونۍ کې د ۱۰ تنو قتلېدل د نامسوولو وسلهوالو کسانو د ډېرېدلو معنا ورکوي.
په تخار کې ورځ تر بلې مشکوکو جنايي جرمونو او وژنو تخاریان اندېښمن کړيدي.
د تخار یو مدني فعال عبدالفتاح ادیب وايي، په تخار کې سیاسي رقابتونو، ټاکنیزو کمپاینونو، شخصي دوښمنیو او د پولیسو ناغېړیو د ښاریانو ژوند نارامه کړی او جنايي جرمونه زیات شويدي. د ښاغلي ادیب په وینا، په پوستو کې د امنیتي ځواکونو کموالی د دې سبب شوی چې دوی د تخار ټولو سیمو امنیت ته رسېدنه ونهشي کړای.

د تخار یو خبریال منیراحمد هدف وايي، د تېرو میاشتو په پرتله د تالقان ښار امنیتي وضعیت په شدت سره خراب شوی او یوازې په وروستۍ میاشت کې ۳۰ تنه قتل شوي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د مشکوکو جنايي قتلونو زیاتوالی تاییدوي او وايي، پهدې وروستیو کې چې کوم قتلونه زیات شوي، علت یې حقوقي بحثونه، کورنی تاوتریخوالی او شخصي دوښمنۍ دي. د ښاغلي اسیر په وینا، د ډېرو پېښو په تور کسان نیول شويدي.