په تخار کې د دشت‌قلعه له جګړې ۶۰ سرتېري تښتېدلي

د تخار په دشت‌قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې نږدې یوه اوونۍ تېرېږي.

چهارشنبې د پوځ د ځانګړیو ځواکونو د سختو بریدونو په پایله کې ـ چې د ځمکې او هوا له لارې وشول ـ طالبانو د دشته‌قلعه ټولې سیمې پرېښودې؛ خو د ځايي چارواکیو په خبره، وروسته له‌دې چې د پوځ ځانګړي ځواکونه له ولسوالۍ ووتل، طالبان بیا دې ولسوالۍ ته ور وګرځېدل او د دې دشت‌قلعه شاوخوا او د ای‌خانم لاره یې محاصره کړه.

هغه سرحدي ځواکونو ـ چې په سرحدي کمیسارۍ او ای‌خانم تپه کې ځای پرځای وو ـ د طالبانو له یوې اوونۍ محاصرې وروسته نن سهار له مقاومت پرته خپلې پوستې پرېښودې او د ولسوالۍ مرکز کې ځای پرځای شول.

یو شمېر سرتېري وايي چې د امنیتي چارواکیو د نه پام او د مهماتو او اعاشې نه‌شتوالي له امله یې خپلې پوستې پرېښودې.

د ای‌خانم په کمیساري کې د سرحدي ټولي مرستیال عوض‌محمد سلام وطندار ته وویل، اوسمهال د دې دواړو پوستو ۶۰ سرتېري د ولسوالۍ په مرکز کې ځای پرځای دي.

د دشت‌قلعه ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان له جګړې تښتېدلو سرتېرو ته د نوموړي دفتر ته د ورتګ اجازه نه‌ده ورکړې او هغوی ته یې ویلي چې یا دې د جګړې لومړي لیکې ته لاړ شي او یا دې نظامي څانوالۍ ته حاضر شي.

د دشت‌قلعه ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د ولسوالۍ شاوخوا ته د طالبانو له بیا حضوره د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په ای‌خانم کې د سرحدي ځواکونو دواړه مرکزونه طالبانو نیولې دي او د ولسوالۍ په مرکز کې هم وضعیت ښه نه‌دی.

سره له‌دې چې د تخار د امنیې قوماندانۍ سرپرست حشمت مسلم په‌دې اړه خبرو کولو ته نه حاضرېږي؛ خو د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي چې مرستندویه ځواکونه دشت‌قلعه ولسوالۍ ته لېږل شوي‌دي.

د دشت‌قلعه اوسېدونکي وايي، د وروستیو جګړو له امله له سیمې خلک تښتېدلي او یو شمېر هغو سرتېرو هم د سیمو یو شمېر امنیتي ځواکونو هم صفونه پرېښي او له هېواد بهر وتلي دي.

که څه هم امنیتي چارواکي وویلي وو چې د دشت‌قلعه له تصفیې وروسته له څو قوي مرکزونه د دې ولسوالۍ د ساتنې په موخه جوړوي؛ خو تر اوسه یې هېڅ ګام نه‌دی پورته کړی.

 

ورته مطالب:

د دشت‌کلا سقوط؛ په تخار کې له طالبانو سره د حزب اسلامي پر امیر د همکارۍ تور

طالبانو د تخار دشت‌کلا ولسوالي سقوط کړه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام