د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون د یو شمیر ولسوالیو اوسېدونکیو سلاموطندار ته وویل چې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو یا اورکم اوونۍ له پیل راهیسې تر اوسه هېڅ کومه امنیتي پېښه نه ده شوې.
د لوګر خلک دغه راز د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د اورکم اوونۍ ملاتړ کوي او له ښکېلو لوریو غواړي چې ژر تر ژره په خپلو کې دایمي اوربند وکړي.
د لوګر اوسېدونکي نورمحمد او عبدالحنان وایي، خوښ دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اورکم لړۍ پیل شوې او په وینا یې، تر اوسه په دغه ولایت کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده شوې او پهکار ده چې په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره دا لړۍ په دایمي اوربند بدله شي.
بلهخوا د هلمند ولایت اوسېدونکي هم د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو ملاتړ کوي او وايي، په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې د هلمند ولایت له مرکز او ولسوالیو نه د تاوتریخوالي راپور نه دی ورکړل شوی.
دوی له ښکېلو خواوو غوښتنه کوي چې نور له جګړې لاس واخلي او د امریکا په منځګړتوب د سولې له پيل شویو خبرواترو ملاتړ او دایمي اوربند وکړي.
د هلمند اوسېدونکي جانمحمد او غلامغوث وایي، د اورکم لړۍ پیلېدو یې په شونډو موسکا خپره کړې او ګڼشمېر ځوانان پرون له ډېرې خوښۍ د دغه ولایت ځینو ولسوالیو ته ولاړل او جشنونه یې جوړ کړل.
د لوګر ولایت امنیه قوماندان رحمخدا مخلص وایي، د تېرو درېوو ورځو په ترڅ کې د لوګر ولایت له هېڅ یوې ولسوالي هم د جګړو راپور نه دی ورکړل شوی او نه هم افغان ځواکونو د وسلهوالو طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.
مخلص زیاتوي، په جګړه کې ډېری قربانیان ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي؛ نو طالبانو ته پهکار ده چې له اوسني فرصت نه ګټه پورته کړي او له افغان حکومت سره سولې او دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.
دا په داسې حال کې چې نن او په تېرو دوو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د طالب وسلهوالو د بریدونو شاهدان وو. طالب ویاند ذبېحالله مجاهد د دغو بریدونو په تړاو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ټینګار کړی چې دا یو عام اوربند نه دی او د دوی د کسانو هر ډز باید له هوکړهلیک سرغړونه ونه ګڼل شي.