په بغلان کې یوه مېرمن د لور د زېږولو له امله وژل شوې

د بغلان ولایت په ګذرګاه ولسوالۍ کې ۱۷ کلنه نورجماله د دې له پاره چې لور یې زېږولې وه، د خسرګنۍ د کورنۍ د سختې شکنجې له امله ووژل شوه.

د دې ولایت د ښځو ریاست رییسه جدیجه یقین وايي، چې دغې مېرمنې ۲۰ ورځو مخکې یوه ماشومه نړۍ ته راړې وه او خسرګنې یې په دې همدې "جرم" وژلې ده.

د مېرمن یقین په وینا، د وژل شوې مېرمنې پلار د خپلو لور د شکایت او شنکجې په اړه د ولسوالۍ له چارواکو سره خبرې کړې وې.

نوموړې وايي، چې مسوولو چارواکو دغه موضوع قومي جرګې ته وړاندې کړې وه، خو جرګې بیا دغه مېرمن د هغې خسرګنۍ ته ورسپارلې وه.

د بغلان د ښځو چارو رییسه وايي، د مېرمنې په بدن د سوځېدنې نښې نښانې لیدل کېږي.

د مسوولینو په خبره د وژل شوې مېرمنې خسر نیول شوي او د پلټنو لاندې دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام