په بغلان ولایت کې مېړه خپله ښځه وژلې ده

د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه خدیجې یقین سلام وطندار ته وویل، چې  تېره ماښام د (جولای په ۷مه) د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار کې یو ۳۵ کلنه مېرمن د خپل خاوند له خوا د چړې په وسیله وژل شوې ده.

مېرمن یقین وايي، چې د وژل شوې مېرمنې مېړه تېښتېدلی دی، خو پولیس یې د نیولو لپاره هڅې روانې کړي دي.

د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسې د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړ، زیاته یې کړه، چې وژل شوې مېرمنې د خپل مېړه له وژل کېدلو وروسته په زور له لېور سره چې بله ښځه یې هم لرله، واده وکړ.

دغه مېرمن د لېوره سره له نکاح نه یو کال وروسته، تېر ماښام د هغه له لوري ووژل شوه.

د یادونې وړ ده، چې له وژل شوې مېرمنې څخه څو ماشومان هم پاتې شوي دي.

په روان زېږدېز کال کې دا دویمه مېرمنه ده، چې د خپل مېړه له خوا وژل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام