د ځنګلونو له بېبندو باره پرېکولو، وچکالۍ، د ځمکې ګرمښت او محلي جنګونو د بدخشان ولایت د پېستې د حاصلاتو په کمښت اغېز کړیدی.
د دې ولایت ځايي چارواکي وايي چې د پهدې ولایت کې د پېستې په حاصلاتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دي.
د بدخشان د زراعت ریاست امر نصیراحمدي سلام وطندار ته وویل چې په ۱۳۹۵ کال کې د پېستې حاصلات زرو ټنو ته رسېدل، دا رقم په ۱۳۹۶ کال کې ۳۰۰ ټنو ته ورسېد او سږکال د سلو ټنو په زیاتوالي ۴۰۰ ټنو ته رسېدلي دي.
په بدخشان کې د کرنیزو چارو کارپوه محمدعالم وايي، ناامني او شخړې د دې سبب شوي چې خلک له وخته مخکې د پېستو په راټولولو لاس پورې کړي.
ځايي اوسېدونکي ـ چې د ژوند ډېرې اړتیاوې یې د پېستو په حاصلاتو پورې تړلې دي ـ وايي چې د پېستو کمو حاصلاتو د دوی ژوند ستونزمن کړیدی. د دوی په وینا، له یوېخوا وچکالۍ او له بلېخوا د پېستو کم حاصلات اندېښمن کړيدي.
د پېستې ځنګلونو لیکه له بدخشانه شروع تر بادغیس ولایته رارسېږي؛ خو د ځنګلونو دا لړۍ د وروستیو کالونو د بېساري وهلو له ورکېدلو سره مخ کړيدي.