په بامیان کې د نجونو د لسمې دورې د سکي سیالۍ وشوې

د سکي ملي فدراسیون له لوري او د بامیان ولایت د محلي ادارې په همکاري د نجونو د لسمې دورې د سکي سیالۍ نن د «افغان سکي» په نوم د بابا غره پر لمنه په پولادي دره کې وشوې. له دې سره هم‌مهاله د هلکانو د لرګي سکي د د دویمې دورې سیالۍ هم په یاد ولایت کې وشوې.

د سکي ملي فدراسیون مسوولان وايي، د دغو سیالیو د نجونو په برخه کې ۲۰ سکي وهونکیو نجونو او د هلکانو د لرګي سکي په برخه کې هم ۵۳ سکي وهونکیو هلکانو له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د سکي ملي فدراسیون د یادو سیالیو جوړولو موخه د ژمنیو لوبو، په تېره د سکي لوبې دودول او پرمختیا یادوي او وايي، غواړي له دې لارې نړیوالو ته د سولې پیغام ولېږدوي.

د نجونو په سیالیو کې ناظمې خیرزاد، بېګم او فرېبا په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم مقامونه خپل کړل او د هلکانو د لرګي سکي سیالیو کې هم رحمت‌الله، یاسین او نصرالله لومړی، دویم او درېیم مقامونه وګټل.

د افغان سکي د لسمې دورې سیالیو اتله ناظمه خیرزاد چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د سکي لوبه پیل کړې وايي، د دغو سیالیو په نهمه دوره کې یې څلورم مقام ګټلی و. نوموړې سږ کال په پاکستان کې د سکي لوبو په یوه سیالۍ کې د برونزو مډال هم ګټلی دی.

د هلکانو د سکي سیالیو اتل رحمت‌الله وايي چې دا لوبه یې خوښېږي، خو د بې‌وسۍ له کبله د سکي لوبو د جامو پېرودلو وسه نه لري. رحمت‌الله او همځولي یې د غوړیو له بوشکې او لرګي نه سکي جوړه کړې او پرې لوبې کوي.

د سکي ملي فدراسیون رییس داوود کارګر وايي، سره له دې چې د بامیان ولایت د سکي لوبغاړي لازم امکانات نه لري، خو بیا یې هم له هېواده بهر په سیالیو کې مډالونه ګټلي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې د سکي وهونکیو لوبغاړیو د ستونزو د حل لپاره به د المپیک له مسوولانو او د سکي په نړیوال فدراسیون کې د افغانستان له استازیو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې د هلکانو د لسمې دورې د سکي سیالۍ سبا د لسګونو کورنیو او بهرنیو سکي وهونکیو په ګډون په بامیان کې وشي.

بامیان د هېواد د مرکزي ولایتونو له ډلې یو دی چې امن او ډېره واوره په‌کې کېږي او په تېره یوه لسیزه کې ژمنیو لوبو، په تېره د سکي لوبې په‌کې ښه پرمختګ کړی دی. هر کال د سکي محلي، ملي او نړیوالې سیالۍ د سلګونو کورنیو او بهرنیو سکي وهونکیو په ګډون په دغه ولایت کې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام