په بامیانو کې یو سلاکوټ کشف شو

د افغانستان ملي امنیت په بامیانو کې د سپکو او درنو وسلو د یو مخفي سلاکوټ په اړه خبر ورکړ.

د دې ولایت د ملي امنیت رییس حیات الله روستازاده نن (یکشنبه) یوې خبرې غونډې ته وویل، چې په دې سلاکوټ کې وسایط ضد او انسان ضد ماینونه، ګلولې او راکټونه ځای پر ځای شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په مرکزي سیمو کې د طالبانو او داعش د حضور په اړه شایعات خپاره شوي دي؛ خو د بامیان سیمه ییز مسوولان بیا دغه ډول څرګندونې د دوښمنانو تبلیغات ګڼي او وايي، د دولت مخالفان هڅه کوي، چې په دې ډول خبرو سره د ولس زهن مصروف کړي.

په ورته وخت کې داسې هم ویل کېږي، چې د وسلو دا زېرمه د ایران ولایت پورې اړه لري، خو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بامیان والي محمد طاهر زهیر په دې اړه وايي، چې طالبان او داعش د پسرلي له موسم نه په استفادې هڅه کوي، چې په بېلابېلو ځایونو کې د وسلو زېرمې جوړې کړي او خپل ترهګریز فعالیتونه پيل کړي، خو وايي، چې افغان ځواکونه یې په مخ کې ولاړ دي او هڅه کوي، چې د دوی د بریدونو مخنیوی وکړي.

زهیر وایي، د بامیانو اوسېدونکي پر افغان ځواکونو پوره باور لري او کله به هم اجازه ورنه کړي، چې وسله وال مخالفان په خپلو ترهګریزو فعالیتونو کې پرمختګ وکړي.

بامیان د افغانستان یو له نسبتاً ارامو ولایتونو څخه دی او سیمه ییز چارواکي وايي، چې هېڅ مخالفه ډله په دغه ولایت کې پټنځای نه لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام