په افغانستان کې زنځیروي درملتونونه جوړېږي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په یوې خبري غونډه کې په هېواد کې د زنځیروي درملتونونو د جوړېدو شرط‌‌‌‌‌ لیک اعلان کړ. د دوی په خبره، داوطلبان درې میاشتې فرصت لري چې خپل پروپوزلونه وړاندې او ازاده سیالي وکړي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وویل، هرې یوه زنځیره به ۵۰۰ درملتونونه ولري او موجود درملتونونه یوازې ۷۰ سلنه د زنځیرې پوره کولی شي؛ پاتې ۳۰ سلنه یې د نویو درملتونونو په جوړېدو بشپړیږي.

 فېروزالدین فېروز وايي، د زنځیروي درملتونونو په جوړېدو کیفیت لرونکي درمل زیاتېږي او له بېلابېلو هېوادونو او شرکتونو د درملو وارېدېدو او د درملو مختلفو بیو مخنیوی سربېره د دې پرځای چې عامې روغتیا وزارت ته یو کس یا یو درملتون مسوول وي او ځواب ورکړي؛ بلکې د یوې زنځرې مسوول به د دوی پروړاندې مسوول وي.

د دې وزارت د مسوولانو په خبره، تراوسه په افغانستان کې له ۱۰زرو ډېر درملتونونه فارمسست نه لري او غیرمسلکي کسان درمل پلوري، چې د دغې زنځیرې په جوړېدو فارمسستانو ته د کار زمینه برابریږي؛ دغه‌راز به هر درملتون دوه تنه فارمسستان ولري.

د ښاغلي فېروز په وینا، یوه زنځیره ۱۵ میلیونه افغانۍ ضمانت او یو میلیون افغانۍ قیمت لري چې درمل به یې په سمه توګه څارل کېږي او کنترولېږي.

روغتیا وزارت وايي د هېواد نفوس ته په کتو ۱۶۰۰ افغانان یو درملتون ته اړتیا لري او په راتلونکي یو کال کې به ۷ زنځیرې یا ۳ زره او ۵۰۰ درملتونه ایجاد شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام