«په افغانستان کې د غوڅ‌ ملاتړ ځواکونو شمېر د سولې روانو خبرو پورې تړلی»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو ځواکونو راتلونکی شمېر له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د خبرو له پایلو سره تړلی دی.

د ناټو عمومي منشي په راتلونکي کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو شمېر د سولې روانو خبرو اترو پورې تړلی بولي او وايي چې ناټو تر راتلونکیو پنځو کالو پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه کړې؛ خو په راتلونکي کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ناټو د پوځي ځواکونو شمېر د سولې د روانو هڅو له پایلې سره تړلې موضوع ده.

له‌دې مخکې په مونیخ امنیتي کنفرانس کې له ولسمشر محمداشرف غني سره د ګڼو نورو هېوادونو ترڅنګ د ناټو مشرانو هم د سولې په برخه کې ژمنې کړې وې.

ده دا خبرې پرون په بروکسل کې د ناټو د ۲۰۱۸ کال د راپور د وړاندې کولو پرمهال کړې‌دي.

ښاغلي ستولتنبرګ په ورته مهال ویلي چې ناټو او د هغه متحدان به بیاځلي اجازه ورنه کړي چې چې افغانستان بیا د ترهګرو ځاله شي.

سټولټنبرګ وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې ښکېلو امریکايي چارواکیو له ناټو سره په منظم ډول سلامشورې کړې‌ او دا خبرې یې له نږدې څارلې دي. د ده په وینا، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ‌مېلر ـ چې د دوحې په خبرو کې حاضر و ـ هم په‌دې وروستیو کې ناټو ته ورغلی او د غونډې جزیات یې ورسره شریک کړي‌دي.

دمګړۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت شااوخوا ۱۷ زره سرتېري مېشت دي.

د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ له نږدې څوو میاشتو راهیسې له افغانستان بهر په ځانګړي ډول د دوحې په پلازمېنې قطر کې د سولې خبرې اترې کوي. د دې خبرو اترو په پنځم پړاو کې د طالبانو له لوري د دې ډلې د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برادر ګډون کړ‌ی‌و چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ. د طالبانو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی‌و.

امریکايي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی او د ځېنو موضوعاتو په اړه یې طرحې وړاندې کړې‌دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام