په افغانستان کې د رای ورکوونکو د لایحې ژر تر ژره خپریدو غوښتنه

 

د ولسي جرګې ځينو غړو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د رای ورکوونکو نوم‌لړ لایحه په خپل ویب‌پاڼه کې خپره کړي.

دغو غړو په نننۍ  دوشنبه (۲۹می) عمومي غونډه کې وویل، چې د رايي ورکوونکو نوملړ لایحه په نړیوالو معیارونو برابر او له بریښنايي وسایلو باید کار واخیستل شي.

دوی دا هم وویل، چې د ولسوالیو او پارلماني ټاکنو ۳میاشتې مخکې باید د رايې ورکوونکو د نوم‌لړ لایحه خپره شي.

د ولسي جرګې غړي اسدالله سعادتي وویل، چې د رايې ورکوونکو د نوم‌لړ لایحې جوړول د شفافو ټاکنو تضمین کوونکی او ولس ته د منلو وړ دی.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د ټاکنو له خپلواک کمیسیونه وغوښتل، چې د شفافو ټاکنو او له هر ډول سیاسي لاسوهنې لرې ټاکنو له پاره باید جدي هڅه وکړي.

خو د ټاکنو کمیسیون ویاند گلاجان عبدالبدیع صیاد ډاډ ورکړ، چې دوی د رایو ورکوونکو نوم‌لړ لایحه د کمیسیون د غړو له تصویب وروسته ډیر ژر خپروي.

«د رایو ورکوونکو نوملړ لایحې مسوده جوړه شوې نن مو هم له کمیشنرانو سره په جلسې کې وویشله بیا د کمیسیون له خوا تصویب کیږي او وروسته بیا له ټولو سره شریکیږي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې د دوی څیړنو پر بنسټ د  رایو ورکوونکو د نوم‌لړ لایحه له ۶۸ میلیونو ډالرو زیات لګښت لري، چې ټاکل شوې د تامین له پاره د افغانستان د ټاکنو له مالي ملاتړو سره خبرې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام