د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له پاکستانه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په پار ملاتړ وکړي.
په پاکستان کې د امریکا سفارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د ښاغلي خلیلزاد د اپریل له ۲۹مې تر ۳۰مې پورې په پاکستان کې د دې هېواد له چارواکیو سره د افغان سولې د روان بهیر په تړاو خبرې کړېدي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاهمحمود قریشي، د دې هېواد د پوځ لوی درستیز جاوېد قمر باجوه او د بهرنیو چارو وزارت د لوړپوړیو چارواکیو ترڅنګ یې د پوځ له نورو لوړپوړیو مقاماتو سره هم لیدلي او خبرې کړېدي.
ښاغلي خلیلزاد له پاکستاني چارواکیو وغوښتل چې د افغانستان سولې په برخه کې هلې ـ ځلې وکړي او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړي.
خبرپاڼه همداراز وايي چې زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې په افغانستان کې د جنګ پای او د سولې دوام د افغانانو د ثبات او د یو خپلواک افغانستان، امریکا او بل هېواد لهپاره ځکه ګټور تمامېدلی شي چې ترهګر په بل هر هېواد برید کولی شي.
خلیلزاد تاکید کړی چې سوله د سیمي د اقتصادي اسانتیا لهپاره خورا مهم رُکن ګڼل کېږي.
د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نږدې یوه اوونۍ مخکې په خپل بل سفر راوتلی دی چې نن یې په پاکستان کې د دې هېواد له چارواکیو سره وروستۍ ورځ وه.
ورته مطالب:
پر بینالافغاني خبرو د ولسمشر او خلیلزاد ټینګار
خلیلزاد: د سولې مرکچي پلاوی باید پراخ او ټولشمول وي