د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې وړمه ورځ یوه پاکستانۍ چورلکه راوغورځېده، چې په کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف د زوم په ګډون د ځینو لوړپوړو افغان چارواکو د نومونو نوملړ هم موندل شوی دی.
د دې ولایت د ولايتي شورا غړی او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالولي وکيل سلام وطندار ته وویل، په ازره کې چې د پاکستان پوځ کومې چورلکې ناسته کړې وه، د طالبانو له خوا په نیول شوې عمله کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز زوم کرنل صفدر هم شامل دی.
وکیل وايي، له نيول شویو کسانو ځېنې مهم سندونه، سلګونه زره ډالر، کلدارې، دوه ميله وسلې، درې سټلايټ ټيلیفونه او يو "جي، پي، اېس" هم ورڅخه موندل شوي.
دی زیاتوي، چې يادې چورلکې په دې سيمه کې د تخنيکي ستونزې له امله نه، بلکې په خپله خوښه ناسته کړې وه.
د نوموړي په خبره، چې نن (شنبه) ګهیځ قومي مشرانو له طالبانو سره ناسته کړې او تښتول شوي کسان روغ رمټ دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پاکستاني چارواکو د يادو کسانو د خلاصون په موخه له طالب چارواکو سره نېغ په نېغه اړيکې نيولې دي.
بل خوا د ازرې ولسوال حمیدالله حمید سلام وطندار ته ومنله، چې د پاکستان چورلکې په نیول شوې عمله کې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف زوم کرنل صفدر هم شامل دی.
حمید زیاتوي، چې نیول شوي کسان له وسله الو طالبانو سره دي او په څو سیمو کې یې پټ ساتلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دغه چورلکه تېره ورځ له غرمې مخکې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د اوبښتۍ په نوم سیمه کې د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته وکړه، چې پنځه تنه پوځي منصبداران په کې سپاره وو او د طالبانو لاس ته ورغلل.