په اداري فساد تورن مرستیال والي بیا دندې ته معرفي شو

د غور د والي مرستیال محمد امین توخی سره له دې چې څو میاشتې مخکې د دې ولایت له یو شمېر نورو مسوولانو سره د پولیسو په قراردادونو کې د ۱۱۷ میلیونو افغانیو د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی و؛ له اتو میاشتو وروسته په رسمي ډول پخوانۍ دندې ته ورستون شو.

د غور ولایت یو شمېر مدني بنسټونو نن ورځ د دې ولایت له والي ناصر خاضع  سره په ګډې غونډې کې د غور ولایت د مرستیال په توګه د محمد امین توخي له ګومارلو سره مخالفت څرګند کړ او له والي یې وغوښتل، چې د مرستیال والي په توګه د توخي ټاکل کېدو مخه ونیسي.

دغه مدني فعالان د غور ولایت مرستیال محمد امین توخي په اداري او اخلاقي فساد تورنوي او خبرداری ورکوي، چې که هغه له دندې لرې نه شي لاریونونه به وکړي.

په ورته وخت کې د غور والي ناصر خاضع  د مرستیال والي په توګه د محمد امین توخي ګومارنه د سیمه ییزو ارګانونو پرېکړه بولي او وایي، چې دا موضوع به د سیمه ییزو ارګانونو له ادارې او ولسمشر سره شریکه کړي.

هڅه مو وکړه، چې د غور د مرستیال محمد امین توخي نظر هم واخلو خو له پرلپسې اړیکو سره ځواب را نه کړل شو.

دا په داسې حال کې ده، کله چې محمد امین توخي په غور کې د مرستیال والي دنده پرېښوده، د هرات والي د مرستیال په توګه وګومارل شو، چې د هرات ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو دندې کولو ته پرې نه ښود.

د راپورونو له مخې شاوخوا ۸ میاشتې مخکې د غور پخوانۍ والڼې سیما جوینده د دې ولایت مرستیال والي محمد امین توخی، د ولایت مستوفي محمد یوسف دانیار، د عوایدو مدیرعبدالحق رسولي، د مستوفیت اداري مدیر نورالدین، د تداروکاتو مدیر عبدالصمد، د ښار جوړونې امر انجینیر خیرالدین او د ولایت ادري رییس غلام محمد پیمان د ۱۱۷ میلیونو افغانیو د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام