نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت له قوله لیکلي چې د دغه وزارت په باور، په ډېر احتمال نیمايي افغان ځواکونه پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
ځینو امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د دغې ستونزې له کبله د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ ګډ عملیات او د ښوونې او روزنې بهیر درېدلی دی.
د دغې ورځپاڼه د راپور له مخې، د امریکا ډېره برخه هڅې، په تېره د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې پر وړاندې د دغه هېواد عملیات ځنډېدلي، خو هوايي بریدونه لا هم دوام لري.
نیویارک ټایمز لیکلي، د سولې هوکړهلیک له مخې، امریکايي ځواکونه د ځینو اډو پر تړلو بوخت دي، خو د کورونا ویروس خپرېدل لامل شوي چې خپل ځانګړي عملیات هم ودروي.
افغان حکومت او امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې تر اوسه ۱۲ زره او ۴۵۶ کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې ۲۲۷ مړه او له زرو ډېر هغه بېرته روغ شوي دي.