د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۰۸ شکمنې پېښې ازمایل شوي چې له ډلې يې ۲۷ مثبتې ختلي او په دې سره د شنبې ورځې تر پایه په ټول هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۹۳۳ ته رسېږي.
فېروز وايي، له دغو ۲۷ تازه پېښو نه په کابل کې ۱۲، پکتیا کې ۷، لوګر کې ۴، هرات کې ۲ او په بامیان او دایکندي ولایتونو کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
هرات په ۳۲۴، کابل په ۲۸۴ او کندهار په ۱۰۸ پېښو سره د کووېډ ۱۹ ناروغۍ تر ټولو لوړې شمېرې لري.
د عامې روغتیا وزیر د کورونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي او وايي، په هېواد کې د دغه ویروس له کبله د مړینې کچه هم ۳.۲ سلنه ده.
په افغانستان کې له کورونا ویروس نه تر اوسه ۱۱۲ کسان ښه شوي دي.