پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۳۹ ته ورسېد

په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۳۹ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۱۰ مثبتې پېښې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د مایار په وینا، له دې ډلې ۵۸ پېښې په کابل، ۱۵ په کندهار، ۱۲ په پکتیا، ۶ په غزني، ۵ په لغمان، ۵ په ننګرهار، ۳ په تخار، ۳ په فراه او یوه پېښه هم په کندوز کې ثبت شوې ده.

وحیدالله مایار د خلکو له لوري د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نه نیول د اندېښنې وړ بولي او وايي، په راتلونکو اوونۍ کې به د بدو خبرونو شاهدان یو.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې دوه نارینه او یوه ۲۵ کلنه ښځه چې پر کورونا ویروس شکمن اخته کسان وو، د دغه ولایت د کورونا تشخیص په ځانګړي مرکز کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغو پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۳۹ ته رسېږي.

تر اوسه ۶۱ کسان پر دغه ویروس د اخته کېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۰ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام