پر کورونا د اخته کسانو شمېر له ۳۵ زرو واوښت

د عامې روغتیا وزارت په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۴۱۸ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۷۶ هغه مثبتې ختلې دي. د دغه وزارت په وینا، تازه پېښې په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه وزارت وايي، د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره او ۷۰ ته ورسېده.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۴۲۵ اخته کسان بېرته روغ شوي دي.

د یاد وزارت شمېرې ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۲۱ اخته کسان مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو شمېر ۱۱۱۵ ته رسېږي.

روغتیا وزارت وايي، تر اوسه په ټول هېواد کې ۲۲ زره او ۸۸۱ کسان چې پر کورونا ویروس اخته شوي وو، بېرته ښه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام