په چین او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ويروس خپرېدو اندېښنې را پارولي دي، دا چې د دې ویروس د خپرېدو مرکز د افغانستان په ګاونډ کې دی، نو په هېواد کې یې د خپرېدو اندېښنې موجودې دي.
د ناروغیو د سرویلانس همغږی کوونکی حسیب رسولي وايي چې عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د دې ويروس د خپرېدو مخنیوي لپاره چمتووالي نيولی دی.
د نوموړي په وينا،د عامې روغتیا وزارت هرې مشکوکې پېښې ته درسېدنې لپاره د هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ او کابل ولایتونو کې ټیمونه په دنده ګمارلي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو مخنیوی شوی وي.
رسولي زياته کړه، په کندهار ولایت کې ۳۶بستره، په هرات کې ۳۳ بستره او په کابل کې ۱۲ بستره د هغو کسانو لپاره ځانګړي شوي چې د دې ويروس نښې نښانې په کې څرګندې شي.
له بل لوري د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند قاسم رحیمي سلام وطندار ته وویل چې تر دې مخکې يې چین ته په اوونۍ کې یوه الوتنه درلوده، خو د دې ويروس د خپرېدو مخنیوي لپاره په لنډمهالې توګه الوتنې ځنډېدلې دي.
د کرونا په نوم ویروس شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په چین کې خپور شو چې د وروستیو شمېرو له مخې دې ویروس په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۰۶ کسان وژلي او څه باندې ۴۵۰۰ نور پر اخته شوي دي.