پر هلکانو سربېره ځېنې پېغلې هم بربنډ فلمونه ګوري

د کابل ښار یو شمېر کميپوټرکاران د پیسو په بدل کې په ګرځنده ټیلیفونونو کې سندرې او موسیقي ثبتوي، دوی وايي، په دې وروستیو کې ډېر ځوانان ورځي او ورنه غواړي، چې په ګرځنده ټیلیفونونو کې بربنډ فلمونه ورته واچوي.

د دغو کمپیوټرکارانو په وینا، زیاتره مشتریان يې ځوان هلکان دي او سربېره په دې ځېنې پېغلې نجونې او سپین ږیري هم په خپلو ګرځنده مبایلونو کې د بربنډو فلمونو د ثبتولو غوښتنه کوي.

د کابل ښار په کوټې سنګي سیمه کې د سمیر په نوم یو کمپیوټر کار له سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، چې د بېلابېلو عمرونو کسان دوی ته ورځي او د لوڅو فلمونو غوښتنه ترې کوي.

د سمیر په وینا، پخوا به یواځې هلکانو د دغو فلمونو غوښتنه کوله، خو اوس زیات شمېر نجونې هم ورځي او په ګرځنده ټیلیفونو کې د دغو فلمونو د اچولو غوښتنه کوي.

په دې اړه د کابل پوهنتون د اروا پوهنې پوهنځي استاد شرف الدین عظیمي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د غیر اخلاقي فلمونو، داستانونو، مبتذلو پاڼو، لوڅو چټونو، بربنډو کلپونو کتل هغه څه دي، چې انسانان پرې روږدي کېږي.

عظیمي وايي، چې د دغو فلمونو په لیدلو سره زیات شمېر کسان په جنسي اړیکو کې له ستونزو سره مخ کېږي، د دوی جنسي ځواک کمزوري کېږي او ځوانان د ځان ارضا کولو ته مخه کوي.

د کابل پوهنتون د اروا پوهنې استاد د بربنډو فلمونو د کتلو تاوان په اړه زیاتوي، چې دغه فلمونه ځوانانو ته تاوان لري، دوی له جنسي اړخه ډېر کمزوري کوي، خیال یې خرابیږي، د سترګو دید یې کمېږي، خافظه او تمرکز له لاسه ورکوي او غصه یې زیاتېږي.

په همدې حال کې د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي سلام وطندارته وویل، چې له مبتذلو فلمونو سره د کورنیو چارو وزرات د مبارزې عملیات دوام لري او د دغو فلمونو د راټولولو په برخه کې جدي کار روان دی.

رحیمي وايي، چې د دغو پلټونو پر مهال یې په کارتنونو مبتذل فلمونه نیولي دي او په دې تور یې ۳۸ کسان هم نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندان زیاته کړه، هغه کسان چې په ګرځنده ټیلیفونونو کې مبتذل فلمونه ثبتوي که ونیول شي، قانوني چلند په ورسره وکړي.

هغه کسان چې بربنډ فلمونه ګوري، په خپلو کورنیو جنسي اړیکو کې هم د سکس په شان د اړیکې نیولو غوښتنه کوي، چې په زیاتو کورنیو کې دغه ډول کار ناشونی وي نو ځکه خو د خاوند او مېرمنې په اړیکو کې ستونزې رامنځته کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام