بغلان کې د معترضانو یو تنظیموونکی ذبېحالله رستمي سلاموطندار ته وویل چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ ماښام پر معترضانو ډزې وکړې چې له کبله یې یو کس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د بغلان د ولایتي روغتون رییس محمدانور وردګ وايي، تېره ورځ ماښام د یوه وژل شوي کس جسد او ۴ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي. نوموړی د یادې پېښې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بولي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، پولیسو په بغلان کې د تېرې ورځې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي چې جزیات به یې وروسته اعلان شي.
د بغلان د یو شمېر ولسوالیو سلګونه کسان د دغه ولایت د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان او د بغلان د ولایتي شورا د پخواني مرستیال محبوبالله غفاري د نیولو په غبرګون نکې سړکونو ته راوتلي او له تېرو دوو ورځو راهیسې یې د کابل ـ شمال لویه لار تړلې ده. دوی وايي، غفاري دې خوشې شي.
معترضان وايي، د ټاکنو د ورستیو پایلو اعلان ورته د منلو نهدی او ډېری هغه کسان چې په وروستي نوملړ کې شامل دي، په ټاکنیزو درغلیو کې لاس لري.
بلهخوا یوې امنیتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د پلخمري د پلمعدن سیمه کې د معترضانو کاروان ته نږدې پر ماین باندې د یوه ۳۰۴ موټر ختلو له امله یو ملکي کس ټپي شوی دی.
د بغلان د پولیسو ویاند احمدجاوید بشارت هم په یاده پېښه کې د یوه کس ټپي کېدل تاییدوي.
اړوند مطالب: