
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې د عملیاتو پای ته رسېدو خبر ورکړ.
خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ټول بریدګر وژل شوي دي.
بریدګرو نن شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت برید وکړ.
د امنیتي سرچینو په وینا، لومړی د مخابراتو وزارت دروازې ته نږدې چاودنه وشوه او وروسته بریدګر وزارت ته ننوتل.
خو امنیتي ځواکونو تر دې مخکې چې بریدګر ځان د مخابراتو وزارت ۱۸ پوړیزې ودانۍ ته ورسوي، د هغوی مخه یې ونیوله او بریدګرو هم په یوه نجارۍخونه او د وزارت په دننه کې ځینو پوستو کې ځای پرځای او له هماغه ځایه یې شاوخوا ۵ ساعته جګړه وکړه.
د کابل امنیه قوماندان سیدمحمد روشندل وایي، بریدګرو هڅه کوله چې د وزارت په ودانۍ کې ځان ډېټابېس ته ورسوي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او ټول یې له پښو وغورځول.
اړوند مطالب:

بلهخوا کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر شوي برید کې څلور ترهګر وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، په یاد برید کې ۴ ملکیان او ۳ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۸ نور ملکیان ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو تر ۲۸۰۰ زیاتو کارکوونکیو ژوند د ځانګړیو تکتیکونو له لارې ژغورلی دی.
د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کابل ښار په دهافغانان سیمه او د ارګ په څو سوه مترۍ کې پروت دی.
وسلهوالو طالبانو ویلي، په کابل ښار کې نننی برید د دوی کار نهدی او کومې بلې وسلهوالې ډلې هم تراوسه د دغه برید مسوولیت نهدی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد او بهر کې د افغان سولې لپاره هم هلې ځلې روانې دي.