په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په یوې ګډې غونډه کې د کابل، پروان او کاپيسا ولایتونو له چارواکیو سره په خبرو کې وویل، چې امریکا او افغانستان یو ګډ دوښمن لري او په افغانستان کې د جګړې ختمولو او د سولې ټینګښت لهپاره امریکا هېڅ راز هڅه نه سپموي. ښاغلی نیکلسن وايي، امریکا په دې لټه کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه په تېره هوايي ځواک پياوړی کړي.
نوموړي زیاته کړه، هغوی په تمه دي چې په راتلونکیو دوو کلونو کې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې په راڼه ډول ترسره شي او سیاسي ګوندونه هم د سولې په ټینګښت کې له حکومت سره همغږي ووسي.
نیکلسن ټینګار وکړ، د امریکا د نوي ستراتېژۍ پربنسټ په طالبانو او د هغوی په ملاتړو په ځانګړي ډول په پاکستان به ډیپلوماتیک فشارونه زیات شي ترڅو دغه ډله د سولې خبرې اترې وکړي.
په دغې غونډه کې د ولسي جرګې یوشمېر وکیلانو وویل، امریکا باید دغه ستراتېژي ۱۰ کاله مخکې عملي کړې وی.
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی او دغهراز د ملي انسجام په برخه کې د ولسمشر سلاکار محمدالماس زاهد وویل، افغانان د نړۍ امنیت ټینګښت په خاطر د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او دمګرۍ له نړۍوالې ټولنې سوله غواړي.
زاهد له امریکا وغوښتل، د دې ترڅنګ چې د افغانستان په جګړه کې د ورځې ۲۶ میلیونه ډالر مصرفوي دغه راز دې سترو اقتصايي پروژ ته هم جدي پاملرنه وکړي.