سره له دې چې په اوسنیو شرایطو کې د څېړنیزو راپورونو جوړول خورا ستونزمن کار دی او ډېر لګښت پرې راځي، خو بیا هم یو شمېر رسنۍ او څېړنیز بنسټونه په حکومتي ادارو کې د فساد، اړیکو پاللو او لټۍ په اړه د راپور جوړونې پر دې ګواښوونکې لارې ځي.
خبریالان او مدني بنسټونه تمه لري چې لږترلږه یې باید د راپورونو موندنې د حکومت له خوا جدي ونیول شوي.
پر روڼتیا د څار بنسټ د عدالت غوښتنې مسوول ناصر تیموري رسنیو ته د حکومت پر لږ پام نیوکه کوي او وايي، که څه هم په وروستیو کلونو کې ډېر مهم څېړنیز راپورونه چمتو او خپاره شوي، خو حکومت د دغو راپورونو موندنې هېڅکله نه دي څارلي.
تیموري دغه راز وايي چې د رسنیو د څېړنیزو راپورونو تر څنګ، حکومت د مدني بنسټونو له څېړنیزو کارونو هم په ډېرې اسانۍ ډډه کوي.
هغه زیاتوي، افغان حکومت، په تېره لویه څارنوالي د جزايي اجرااتو د قانون له مخې، دنده لري چې د رسنیو ټول څېړنیز راپورونه وڅاري.
دغه راز د پیک څېړنیزې خبریالۍ د مرکز مدیر روحالله ارمان هم وايي چې د حکومت لهخوا د څېړنیزو راپورونو نه څارل، د څېړنیزو بنسټونو او څېړنیزو خبریالانو د اندېښنو لامل شوي دي.
په همدې حال کې یو شمېر څېړنیز خبریالان هم شکایت کوي چې د دوی د میاشتو زیار او هلو ځلو پر مټ د چمتو شویو څېړنیزو راپورونو موندنې نه څارل کېږي.
د افغانستان ورځپاڼې څېړنیز خبریال عليرضا احمدي وايي، که د رسنیو او څېړنیزو خبریالانو فعالیتونه او کړنې بابېزه وګڼل شي، ښايي خبریالان او رسنۍ له څېړنیزو فعالیتونو لاس په سر شي.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ لیدلوری هم ولرو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره بیا هم بریالي نه شوو چې نظر یې واخلو.
دا په داسې حال ده چې تېره ورځ له ۳۰ ډېرو رسنیو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال له ځینو دولتي ادارو شکایت او اعتراض وکړ چې خبریالانو ته معلومات نه ورکوي.
اړوند مطالب:
د رسنیو اعتراضلیک؛ افغانستان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ کړی