د فاریاب سیمهییز چارواکي او د غور د ولایتي شورا استازي سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې د غور د پسابند او د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالیو لارې تړلې دي.
د دوی په خبره، طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې خوراکي او غیر خوراکي توکي ولېږدوي.
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري وايي، له اتو میاشتو راهیسې د غور پسابند ولسوالي د طالبانو له اقتصادي محاصرې سره مخ ده او د ولسوالي په بازار کې هېڅ خورا کي توکي نه موندل کېږي.
د قادري په خبره، د یو لېتر پېټرولو بیه چې هغه هم په ډېرې سختۍ پیداکېږي 130 افغانۍ ده.
په همدې حال کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي که څه هم مني چې طالبانو د پسابند ولسوالي اقتصادي کلابنده کړې، خو وايي هڅه کوي، د سیمهييز قومي مشرانو په وسیله دغه ستونزه حل کړي. د خطیبي په وینا، په یادو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې هم د تېلو نه موجودیت له کبله بندې شوې دي.
بلخوا د فاریاب سیمهییز چارواکي هم د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالي کې د طالبانو له لوري پر خلکو د لګېدلي اقتصادي بندیز خبر ورکوي او وايي، طالبانو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دغې ولسوالي په ځینو سیمو اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
د فاریاب پښتونکوټ ولسوالي د سرحوض سیمې د ولسي پاڅونکوونکیو قوماندان وليمحمد سلاموطندار ته وویل چې د دغه تحریم له امله د درې ماشومانو په ګډون دوه ښځې هم له منځه تللې دي. د نوموړي په وینا، له تېرو شل ورځو راهیسې د خلکو خوراکي توکي خلاص شوي او طالبان یې ورته د راوړلو اجازه نه ورکوي.
د غور او فاریاب ولایتونو د ولایتي شورا غړي او چارواکي له حکومته غواړي چې د امکاناتو د رسولو او د اقتصادي بندیزونو ماتولو لهپاره جدي ګامونه واخلي.