
په پاکستان کې د جماعت اسلامي ګونډ په مشرۍ ځواکمنو مذهبي ګوندونو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د تاوتریخوالي قرباني شویو ښځو د ملاتړ قانون غیراسلامي دی او له مذهبي ګوندونو یې غوښتي، چې په خلاف یې غبرګون وښيي.
د ډاون خبري اژانس د راپور پر بنسټ دغه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه نېټه جوړه شوې وه.
له ښځو د ساتنې قانون د پنجاب مجلس د ۲۰۱۵ کال په می میاشت کې تصویب کړ؛ چې د دغې قانون له مخې ښځې باید له کورني تاوتریخوالي، رواني تاوتریخوالي او له جنسي ځورونو د ښځو ملاتړ او ساتنه وشي.
د روېټرز ټامسون بنست د کار پوهانو د نظر سنجۍ له مخې په ۲۰۰۱ کال کې پاکستان د کورني، اقتصادي تبعیض او پر ښځو د تېزابو شیندلو د تاوتریخوالي له کبله د نړۍ دریم خطرناک هېواد پېژندل شوی و.
په پاکستان کې د دغه قانون له تصویب وروسته زیات شمېر محافظا کارو روحانیونو او مذهبي رهبرانو دغه کار د قرانکریم او اساسي قانون خلاف کار وباله.
خو په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالانو د دغه قانون د تصویب هر کلی وکړ؛ خو بل خوا بیا د دې میاشتو په لومړیو کې د اسلامي ایډیالوژۍ شورا له ښځو د ملاتړ قانون یوه برخه غیراسلامي بللې ده.