پاکستان غواړي ازاد قبایل تر خپلې ولکې لاندې راولي

قبایلي مشران او ځينې پاکستاني ژورنالیستان وايي، چې د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې هڅې پېل کړي، څو ازاد قبایل تر خپلې ولکې لاندې راوړي.

دوی وايي، چې د پاکستان حکومت په دې اړه یوه کمېټه هم جوړه کړې.

پاکستاني ليکوال او ژورنالیست رحیم الله یوسفزي سلام وطندار ته وویل، چې له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت په دې اړه يوه پنځه کسیزه کمېټه هم جوړه کړې او دغه کمېټه په بېلابېلو قبایلي سيمو کې کار کوي، چې له دې وروسته ازاد قبایل د پاکستان حکومت تر چتر لاندې کار وکړي یا هم د خېبر پښتونخوا ایالت سره یوځای شي.

یوسفزي زیاته کړه، چې په دې اړه قبایلي مشرانو هم غونډه پېل کړې او تر اوسه د دغو مشرانو دوه نظرونه په ډاګه شوي دي.

د هغه پر خبره، ځينې وايي چې دوی باید د خېبر پښتونخوا په صوبه کې شامله شي، خو ځينې بیا په دې باور دي، چې له قبایلي سیمو دې یوه نوې صوبه جوړه شي ، ترڅو ټول حقونه يې خوندي وي.

په همدې حال کې یو تن قبایلي مشر شاهد الرحمان هم د دې خبرې پخلی کوي او وايي، چې ځينې قبایلي مشران د دې پلان پلوي کوي او ځينې نور بیا مخالفت کوي، چې مخالفین د پاکستان پوځ له زور زیاتي سره هم مخ شوي دي.

له بل لوري ځينې د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان هیڅ حق نه لري، چې ازاد قبایل تر خپلې ولکې لاندې راولي، ځکه د دوی پر وینا دغه کړنه د ډيورنډ کرښې د تړون خلاف دی.

دوی وايي، چې مخکې له دې چې پاکستان دغې کړنې لاس پورې کړي باید د ملګرو ملتونو استازی دې راشي او د افغانستان په خوخښه دې پکې ریفرنډم ترسره او نتیجې ته يې عملي بڼه ورکړل شي.

لیکوال او څېړونکی عبدالحمید مبارز وايي، چې قبایل د بريتانیا د واکمنۍ پر مهال یوه آزاده سیمه وه، چې پاکستان ته په میراث پاتې شوی دی.

ځکه د هغه په وینا اوس خپله پاکستانیان هم ورته غېر علاقه بولي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال افغانستان کمزوری دی او پاکستان غواړي د دغې کمزورتیا څخه ناوړه ګټه واخلي او دغه علاقه په خپل نوم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال پاکستان حق نه درلود، چې قبایلي سیمو ته ننوځي، خو په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان پوځ په دغو سیمو کې پوځي عملیات ترسره کوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارت غبرګون هم ولرو ، خو بریالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام