افغان او پاکستانیو چارواکیو په تورخم ښارګوټي کې هوکړه وکړه چې په تورخم کې به د مسافرو د تګ ـ راتګ لهپاره اسانتیاوې ډېري.
د پاکستان «ډان» وېبپاڼې د راپور لهمخې، د ارفغان چارواکیو مشرولي ډګروال محمدصادق او د پاکستانیو هغو مشري نیازمحمد کوله.
دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې له یو بل سره به همکاري او همغږي زیاتوي او هڅه به کوي، هغو افغانمسافرو ته اسانتیاوې ډېر کړي چې پاکستان ته سفر کوي.
رسنۍ د اسانتیاوو په اړه په نور جزییات نهدي ورکړي.
د یادونې ده چې اوسمهال هره ورځ د تورخم بندر له لارې زرګونه کسان تګ ـ راتګ کوي چې یوازې یو کس د پاسپورټ د ټاپې لهپاره د پاکستانيو پولیسو لوري ساعتونه ـ ساعتونه په کتار کې تېروي.