پاکستانۍ کرکټ لوبډله: د سولې له پیغام سره کابل ته راغلي یو

د پاکستان د کورني کرکټ مخکښه (حبیب بینک) لوبډله د یو لړ سیالیو له پاره نن (یکشنبه) افغانستان ته راغله.
میلمه پاکستانۍ کرکټ لوبډلې ته په کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د کرکټ بورډ د مرستیال عمومي مشر حاجي عزیزالله فضلي ، مرستیال اجرایوي مشر دوست محمد نظري او د ملي لوبډلې د منیجر شیراغا همکار لخوا د ګلانو په ګیډیو تود هرکلی وویل شو.
دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان د کورني کرکټ یوه مخکښه لوبډله د افغانستان پرمختیايي کرکټ لوبډلې خلاف سیالیو له پاره کابل ته راځي.
ټاکل شوې ده د افغانستان پرمختیایي او حبیب بینک لوبډلو ترمینځ لوبې به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په ۲ څلور ورځنیو سیالیو پیل شي.
که څه هم د پاکستان په حبیب بینک لوبډله کې د عمرګل نوم هم یاد شوی و خو ویل کیږي چې عمرګل او شاهد افریدي به په پاتو ۴ لوبغاړو کې ډیر ژر کابل ته راشي.


کابل ته په رارسیدلې لوبډله کې د لوبډلې کپتان عمران فرحت ، عثمان خان شینواری او عبدالرحمان ۳ یواځیني مشهوره لوبغاړی شمیرل کیږي چې د نړیوال کرکټ تجربه لري.
ویل کیږي، چې ۴ نور لوبغاړي به هم ډير ژر د (حبیب بینک) لوبډلې سره د یوځای کیدو په موخه کابل ته راشي، چې په کې د شاهد افریدي او عمرګل د راتګ امکان هم شته.
د حبیب بینک لوبډلې کپتان عمران فرحت په هوایي ډګر کې رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې کابل ته دسولې پیغام سره راغلي دي.
د نوموړي په وینا د افغانستان او پاکستان ترمینځ د کرکټ سیالۍ نه یواځې د کرکټ د پرمختګ سبب کیدای شي ترڅنګ یې په سیاسي ډګر کې هم د دواړو هیوادونو په لانیږدې کولو کې مثبت رول لوبولی شي.
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د وړاندې اعلان له مخې د پاکستان په حبیب بینک لوبډله کې محمد نعیم، عبدالرحمان، جمال انور، محمد وقاص، رمیزپینجارا، سردار حسن، عاشق علي، عمران فرحت، عثمان خان شینواری، عمرګل، امجد افریدي، محمد کارمران افضل، ساجد علي، ظهیب شیرا ، فهیم اشرف، مرزا احسن جمیل او الطاف احمد شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام