
په وروستیو کې یو ځل بیا پاکستاني چارواکیو په وار ـ وار ويلي، چې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
د خېبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا د دغه ایالت په چارسده کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت یې د افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلی اقبال زیاتوي، چې د دوی د مرکزي حکومت د پالیسو له مخې په دې هڅه کې دی، چې د ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي او افغانستان په دې برخه کې لومړی ځای لري.
دی مني، چې د افغانستان امن پاکستان او د پاکستان امن افغانستان سره تړلی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان د قومي وطن ګوند مرکزي مشر او د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، په سیمه کې لوی بدلون را روان دی او که افغانستان او پاکستان په خپلو کې اړیکې ښې نه کړي؛ نو دواړو هېوادونو ته به نوې ستونزې پیدا شي.

خو د چارو څېړونکي وايي، چې د پاکستاني حکومت او سیاستوالو دا غوښتنې دودیزې بڼې لري.
د دوی پر وینا، له دې مخکې هم پاکستاني سیاستوالو همدا ډول غوښتنې کړي دي.
پاکستان مېشتی د چارو څېړونکی جهانزیب مومند وايي، ترهغې چې د ترهګرۍ پر وړاندې کوټلي ګامونه وانهخیستل شي؛ د دواړو هېوادونو اړیکې نهشي ښې کېدلی.
ښاغلی مومند زیاتوي، د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي د پوځ په لاس کې ده او چې کله هم په دې پالیسۍ کې د بدلون هڅه کېږي پوځ یې مخه نیسي.
افغان حکومت بیا په وار ـ وار سره د پاکستانيو چارواکیو د دا ډول خبرو په غبرګون کې ویلي، تر هغې چې په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو پر خلاف عملي ګامونه وانهخیستل شي؛ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کېدل کومه ګټه نهلري.