د ملي کنګرې حزب اوسنی متمرکز ریاستي او صداراتي نظام، چې اجرايوي ریاست یې غوښتونکی دی د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکوونکی نه بولي او زیاتوي، چې په صدارتي نظام سره به فساد نور هم زیات شي.
د ملي کنګرې حزب مشر عبدالطیف پدرام نن د فبرورۍ په ۷مه کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، د قدرت انحصار او په دولتي بنسټونو کې موجود فساد د اوسني متمرکز ریاستي نظام پایله بولي.
د پدرام پر خبره، د اوسني سیاسي نظام د بدلون په اړه د دوی هڅې د دې سبب شوي، چې د سیاسي نظام بدلون په یو بحث بدل شي.
نوموړي اوسنی ریاستي نظام غیردموکراتیک او استبدادي وبللو.
خو د سیاسي او حقوقي مسایلو پوه محمد عارف رحماني وايي، په اوسنيو شرایطو کې فدرالي سېستم د افغانستان په ګټه نه دی.
د رحماني په نظر د متمرکز ریاستي نظام په پرتله صدارتي یا نیمه ریاستي نظام د افغانستان په ګټه دی.
په دې وروستيو کې د افغانستان د اوسني سیاسي نظام د بدلون په اړه د ځینو اړخونو له لوري غږونه راپورته شوي؛ خو یو لړ نور بیا په اوسني ریاستي نظام ټینګار کوي او د سیاسي نظام د بدلون له پاره اوسني شرایط مناسب نه بولي.