ټیفا: د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډېږي

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا بنسټ د موندنو پر بنسټ، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په ټاکلي وخت ونه‌شي.

د دې بنسټ ویاندې صغرا سعادت نن (شنبې) په یوې خبري غونډه کې وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یادو ټاکنو له‌پاره لازم تخنیکي چمتووالی نه‌لري او په اکثرو ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره د اړتیا وړ نوماندان نه‌شته.

بله‌خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې غړی عبدالعزیز ابراهیمي هم د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره د اړتیا وړ نوماندانو د نه موجودیت موضوع مني او وايي، په ۱۲۰ ولسوالیو کې د ښځینه‌وو نوماندانو او په ۴۰ نورو ولسوالیو کې د نرانو او ښځینه‌وو نوماندانو نه موجودیت کمېسیون ته سرخوږی جوړ کړی‌دی.

د ښاغلي ابراهيمي په وینا، دغه کمېسیون د ټاکنو قانون د ۱۰۴ مادې پر بنسټ کمېټې ته – چې په‌دې قانون کې یې وړاندوینه شوې – موضوع سپارلې چې د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د لاز مهال او یا د هغه د ځنډولو په اړه پرېکړه‌ وکړي.

د تیفا مسوولان وايي، د سیاسي ګوندونو طرحو ته ـ چې یو کال مخکې ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورکړل شوې‌‌وې ـ پام نه‌دی شوی؛ خو د سیاسي ګوندونو اوسنۍ طرحې ته ـ چې د نوم‌لیکنې په بهیر کې دې له بایومیټریک سېستمه کار واخېستل شي ـ جدي اړتیا ده.

دا بنسټ له حکومت، ټاکنو خپلواک کمېسیون، سیاسي ګوندونو او نړ‌ۍوالې ټولنې غواړي چې د دې بنسټ غوښتنې جدي وګڼي او خپل مسوولیت ادا کړي.

دا بنسټ وړاندیز کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خپلې غونډې او پرېکړې علني کړي او پر څارونکیو بنسټونو د معلوماتو له‌پاره د لاس‌رسی موضوع محدوده نه‌کړي او لازم معلومات په واک کې ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام