ټولګټوچارو وزارت د ۳ رغنیزو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.

د ټولګټوچارو وزیر یما یاري کابل کې د نږدې ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل.

د دغو قراردادونو له مخې به د کابل ـ غزني لویه لار بیاورغول شي؛ دغه راز به د کندهار ارغستان ولسوالۍ او د ډایکندي نیلي‌ښار سړکونه هم جوړ شي.

د یاري په وینا، د کابل ـ غزني لویې لارې د بیارغولو قرارداد یې له «اسلام ټرېډېنګ کانسرشیوم» ودانیز شرکت سره کړی چې په یوه کال کې به یې چارې بشپړې شي.

دی وايي، د یادې پروژې لګښت ۴ میلیونه ډالره دی چې د اسیا پرمختیايي بانک یې ورکوي.

ښاغلی یاري وايي، د ډایکندي نیلي‌ښار د ۹ کیلومتره سړکونو جوړولو قرارداد چې لګښت یې شاوخوا ۶۳۱ میلیونه افغانۍ دی، د «نوید نوري، سالم بګرام او تابش امید لمېټېډ» ګډو ودانیزو شرکتونو ته ورکړی چې په ۱۸ میاشتو کې به یې ورغوي.

د ټولګټوچارو وزیر وویل، د کندهار ارغستان ولسوالۍ د ۲ کیلومتره سړک قرارداد یې چې لګښت یې ۱۵ میلیونه افغانۍ دی، ارین متحد ودانیز شرکت ته ورکړی چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه به یې جوړ او ګټې اخیستو ته وسپاري.

د یاري په وینا، د یادو ۳ قراردادونو پیسې به د اسیا پراختیايي بانک، نړۍ‌وال بانک او افغان‌حکومت له لوري ورکړل شي.

یما یاري د سالنګ لویې لارې په اړه وویل چې د جوړېدو چارې یې روانې دي او تر ژمي مخکې به بشپړې شي.

د ټولګټوچارو وزیر زیاته کړه، د کابل ـ غزني لویې لارې د دویمې او درېیمې برخې د جوړېدو چارې چې ۴۰ او ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري هم ډېر ژر له تدارکاتي پړاوونو تېر او قراردادونه به یې لاسلیک شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام