د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سېشنبې په ماښام خپله کلنۍ وینا کې ویلي، د افغانستان وضعیت کې د پام وړ پرمختګونه شوي او دی د افغانستان جګړې پای ته رسولو او خپل هېواد ته د امریکايي ځواکونو د بېرته استولو په هڅه کې دی.
ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه وويل چې د امريکايي سرتېرو د مېړانې له کبله ډېر پرمختګونه شوي دي او د سولې خبرې دوام لري.
هغه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت په اړه وویل، نه غواړي افغانستان کې سلګونه زره کسان چې ډېری یې بېګناه وګړي دي ووژل شي.
نوموړي زياته کړه، د دوی وظیفه نه ده چې د نورو هېوادونو لپاره د قانون د تنفیذ ادارې په توګه کار وکړي.
ټرمپ ويلي چې حکومت به یې د امریکا له ملي امنیته دفاع او افراط پالنې سره مبارزې ته دوام ورکړي او د داعش ماته او د دغې ډلې د پخواني مشر ابوبکر البغدادي وژنه یې افراط پالنې سره مبارزه کې د خپل حکومت له لاسته راوړنه یاده کړه.