د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د سوريې پر پوځ يې ځکه د برید امر کړی، چې دوی د عصابو ضد کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي.
ټرامپ وايي، چې بشاراسد یو دیکتاتور ولسمشر دی او په خپل ولس رحم نهکوي.
متحده ایالات وایي، سوریه کې د وروستي کیمیاوي برید په غبرګون کې یې د دغه هېواد د پوځ یوه هوایي اډه په نښه کړې ده، چې سمندري ځواکونو په دې برید کې د توماهاک کروز توغندي کارولي دي.
پنټاګان وایي، د مدیترانې ختیځ کې له سمندري بیړیو یې د سوریې په لویدیځ کې یوه هوایي اډه په ۵۹ کروز توغندي ورولي.
د یاد هېواد دفاع وزارت زیاته کړه، د حمص ولایت شعیرات اډه یې ځکه په نښه کړې، چې په ادلب ولایت کې کیمیاوي برید له همدې اډې ترسره شوی و.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل: "په دې کې هېڅ شک نشته چې سوریې له منع شویو کیمیاوي وسلو ګټه پورته کړې ده."
له بل لوري، د بشاراسد پوځ بیا ددغه کیمیاوي وسلو برید یو بې بنسټه تور بللی دی.
اخوا بیا د سوریې دولتي ټلویزیون اعلان کړی چې "تېري کوونکي امریکا" د سوريې پر پوځ بریدونه کړي دي. امریکا د دغه برید په اړه د اوښتو زیانونو راپورونه نهدي خپاره شوي.
یاده دې وي، دا لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوریې د ولسمشر بشار اسد ته پر وفادارو ځواکونو د مستقیم برید فرمان صادروي.