ولې د کندوز بې ځایه شوي کډوال خپلو کورونو ته نه ستنيږي؟

په تخار کې ځينې د کندوز ولایت بې ځایه شوي کډوال وايي، په کندوز کې د طالبانو د بېرته ورتګ له ويرې نه شي کولی، چې خپلو کورونو ته لاړ شي.

دوی زیاتوي، چې د کندوز امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی.

همدارنګه دوی وايي، ترڅو چې د خپلو کډوالۍ حقوق يې تر لاسه کړي نه وي خپلو کورونو ته به ستانه نه شي.

د دغو کډوالو له ډلې يو تن وايي، هرکله چې يې دوی مرسته شوي توکي تر لاسه کړي، نو وروسته له هغه به خپلو کورونو ته د بېرته تګ تصمیم ونیسي.

محمد امین زیاتوي، چې کډوالي دوی له کاروباره ویستي او اوس په ډېر بد وضعيت کې شپې او ورځې سبا کوي.

د حشمت الله په نوم یو بل تن وايي، چې د ۱۸ ورځو راهیسې دوی ته سم خوراکي او یا نور توکي نه دي رسېدلي.

هغه زیاتوي، چې د حيوان په شان توکي ورته د مرسته کوونکو له خوا اچول کيږي.

وروسته له هغه، چې د کندوز ولایت د طالبانو په ولکه کې شوه، زیات شمېر کندوز میشت کډوال د دغه ولایت په ګاونډ کې پروت تخار ته کډه شول.

د جنګي کډوالو شمېر شاوخوا ۸ زرو تنو پورې تخمين شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ اوسمهال دغه کډوال د باتر او د تخار شرکت په نوم دوو کمپونو کې په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي.

له بل لوري د کندوز امنيتي چارواکي اعلام کړی، چې د کندوز ښار په بشپړ ډول تصفيه کړي او هيڅ وسله وال طالبان په کې شتون نه لري.

دغه چارواکي زياتوي، چې کډوال کولی شي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

له کندوز ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې وسله وال طالبان ښار ته نږدې له کلو تښتېدلي او ملي اردو ځواکونو هم قلعه زال او چهاردرې په ولسواليو کې ځواک من شوي دي.

د تخار د والي ویاند وايي، هغه کورنۍ چې غواړي بېرته خپلو کورونو ته راستنې شي؛ سیمه ییز حکومت ورسره مرستې کولو ته چمتو دی.

د تیمور پر وینا، که چېرې د کندوز ولایت د جنګونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ بېرته راستنې شي؛ د مرکزي حکومت له لورې ځانګړې شوې مرستې به ور وسپاري.

له دوو ورځو راهیسې هره ورز د تخار ولایت ۵۰ بې ځایه شوې کورنۍ د دغه  ولایت د سیمه ییز حکومت په مرسته خپلو کورونو ته راګرځي. په همدې حال کې د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تر اوسه د نښتو له امله د بې ځایه شویو کورنیو کره شمېره نه ده معلومه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام