.jpg)
د ولسي جرګې غړیو په نننۍ غونډې کې هېواد ته د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له بېرته راستنېدو هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې هېواد کې دې د ولسمشر لومړي مرستیال حضور د سولې، امنیت او ملي یوالي ټینګښت لامل شي.
د ولسي جرګې ځېنې غړي وايي، اوسنیو شرایطو کې افغانستان تر بل هر څه ملي یوالي ته ډېره اړتیا لري.
د ولسي جرګې دوه غړي حمیرا ایوبي او غلام فاروق مجروح وايي، ممکن د ده په راتګ په افغانستان کې روان حالات بدل شي او هېواد په امنیتي لحاظ ښه ثبات پيدا کړي.
.jpg)
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وايي، تمه لري چې ښاغلی دوستم هېواد ته په راتلو سره د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو په تدوین کې ټاکونکی رول ولوبوي او هېواد له روان بحراني وضعیته وباسي.
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند پخواني مرستیال احمد ایشچي له جنجالي دوسیې وروسته ـ چې دی پهکې په وهلو – ټکولو او جنسيځورونې تورن شو ـ ترکیې ته لاړ.
ښاغلی دوستم ځېنو شمالي ولایتونو کې د ده د پلویانو له اعتراض وروسته ـ چې یوه غوښتنه یې هېواد ته د ده بیرته ستنېدل وو – له ۱۴ میاشتو جلا وطنۍ وروسته له ترکیې هېواده افغانستان ته راوګرځېد.