ولسي جرګې د امتیازاتو له‌پاره ملي بودیجه یرغمل کړې‌ده

د ولسي جرګې د خوندیتوب او امتیازاتو له کمېسیونه د ولسي جرګې امتیازغوښتنې مکتوب  رسواکېدل د ولسي جرګې د ځېنو غړیو، مدني بنسټونو او وطنوالو له کلک غبرګون سره مخ شوی‌دی.

  دغه مکتوب ښیي چې د ولسي جرګې غړیو له ۴۵زره افغانیو ۹۰ زرو ته د خپلو امتیازاتو د لوړېدو غوښتنه کړې‌ده.

په‌دې مکتوب کې د وکیل کرېډېټ‌کارتونه له ۵۰۰۰ افغانیو ۱۰ زرو ته لوړ شي، دغه راز، د ولسي جرګې غړي د موټرو د تیلو لګښت باید له ۱۰ زرو افغانیو نه ۲۰ زرو هغو ته او د وکیل د کور کرایه له ۲۵ زرو افغانیو نه ۵۰ زرو افغانیو ته لوړه شي.

 د روڼتیا څار بنسټ اجرایوي رییس سیداکرام افضلي سلام وطندار ته وویل چې ولسي جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجې په ردولو سره غوښتي چې پر حکومت فشار راولي.

د ښاغلي افضلي په وینا، پخوا د مالیې وزارت د وکیلانو غوښتنو ته تسلیم شوی او هغه پروژې چې له سره ګټورې نه وې؛ په بودیجه کې شامل کړې وې:

د ولسي جرګې د خوندیتوب او امتیازاتو کمېسیون غړي رمضان بشردوست هم له سلام وطندار سره په اړیکه کې د ولسي جرګې له لوري د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجې رد، د وکیلانو امتیازغوښتنه په ګوته کوي، وایي چې ولسي جرګې بودیجه یرغمل کړې‌ده.

د ښاغلي بشردوست په وینا، حکومت تل د وکیلانو غوښتنو ته تسلیم شوی او دا ځل هم د هغوی غوښتنه پوره کوي.

دی د اندېښېنې په څرګندولو سره وايي، له بده‌مرغه دا یو ستر ناورین دی چې بودیجه د بې‌عدالتي، ناانډوله ودې او نورو شعارونو لاندې د خپلو شخصي ګټو له‌پاره یرغمل کېږي.

د ښاغلي بشردوست په وینا د ولسي جرګې غړیو د خپلو ګتو له‌پاره وطنوال له یاده ویستي نو ځکه خو هر څه ته د امتیازغوښتنې په سترګه ګوري.

خو د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم‌زي سلام وطندار ته وویل چې تر اوسه لا د ولسي جرګې د خوندیتوب او امتیازاتو کمېسیون مکتوب مالیې وزارت ته نه‌دی رسېدلی.

ده په ټینګار سره وايي چې په بودیجه کې به هر ادلون بدلون د ملت په خوښه او د قانون په چوکاټ کې راځي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د ولسي جرګې غړي له حکومته زیات امتیازات غواړي، بلکې دغه نکل ډېر اوږد او تکراري دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام