د بغلان د قندو، د هلمند ساختماني او د سپين زر تصدیانې د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې تر تصویب وروسته په دولتي شرکتو بدلې شوې.
د دغو درېيو تصدیو حقوقي شخصیت بدلول هغه مهال د ولسي جرګې له خوا تصویب شول، چې له دې مخکې وزیرانو شورا ته وړاندیز او تایید شوې وې.
د هلمند ساختماني تصدي د اوبو بندونو د جوړولو په برخه کې یوه فعاله دولتي تصدۍ وه، چې دغه تصدي د اوبو او برېښنا وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه او اوس هم د برېښنا په وزارت کې د هلمند ساختماني تصدي په نوم یو ریاست موجود دی.
له دې مخکې هم د دغه وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي و، چې دوی په پام کې لري د هلمند ساختماني تصدي په دولتي ساختماني شرکت واړوي.
سپین زر تصدي، چې ولسي جرګې له خوا حقوقي شخصیت د رايو په اکثریت په دولتي شرکت بدل شو.
دغه تصدي په کندوز کې په ۱۳۵۰ لسیزه کې جوړه شوه، چې غوړي، کونجاړه، وړۍ، صابون، چیني لوښي او نټ بولټ په کې تولیدېدل او د هېواد په کچه ستره تولیدي فابریکه وه.
د سپين زر فابریکې د ټوکر د تولید په برخه کې د ګلبهار له نساجۍ فابریکې سره هم قرارداد کړی و او هغه وخت یې شاوخوا څلور زره کارکوونکي لرل.
د بغلان ولايت د قندو صنعتي فابريکه هم د ولسي جرګې له خوا په دولتي شرکت باندې تصویب کړه.
دغه فابریکه په ١٣١٩ لمريز کال کې د المان هېواد په مرسته جوړه شوه، چې په هېواد کې د بورې د توليد يواځېنۍ ستره فابريکه وه او په تر ۱۳۷۰ هـ ش کال پورې یې تولیدات کول، خو وروسته د کورنيو جګړو له امله وتړل شوه.
د افغانستان دولتي تصدۍ چې پخوا یې په بېلابېلو تولیدي، صنعتي او خدماتي سکتورونو کې فعاله ونډه درلوده، د کورنیو جګړو په پایله کې زیاتره یې له منځه لاړې او یو څه یې اوس هم نیمه فعالې دي.
ولسمشر اشرف غني شاوخوا دريې میاشتې مخکې په کابل کې د دولتي تصدیو له مشرانو سره په کتنه کې وویل، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به د دولتي تصدیو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي او په تصدیو کې د مدیریت ظرفیت او مالي بیلانس به رامنځته او کارکوونکي به یې له تشکیلاتي پلوه و ارزوي.
وزیرانو شورا په ۱۳۹۲ کال کې د مالیې وزارت هغه طرحه تایید کړه، چې له مخې یې د هلمند او سپین زر تصدۍ باید پر دولتي شرکتونو بدلې شي، خو تر اوسه عملي شوې نه ده.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي تصدیګانې بیا جوړیږي
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت عامه حفاظت معین پورې تړلې امنیتي تصدي د بیا جوړول تصویب کړل.
په دې ورستیو کې د امنیت شورا وزیرانو شورا ته د امنیتي تصدۍ د بیا جوړولو وړاندیز کړی و، چې وزیرانو شورا هم تایید او اوس د ولسي جرګې له خوا هم په اکثریتو رایو ومنل شوه.