د ولسي جرګې ځېنې وکیلان وايي، چې د کندوز ښار سر بېره دې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې عملیات وشي.
وکیلانو نن د (اکټوبر په ۱۰مه) په سراسري غونډه کې پر ولسمشر او اجرایه رییس غږ وکړ، چې د کندوز ولایت د عملیاتو په بڼه کې بدلون راوستل شي.
د دغې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، که د کندوز چهاردرې او دشت ارچي ولسوالۍ د طالب اورپکو له موجودیت څخه پاکې نه شي، نو د کندوز عملیات به بریالي نه وي.
نوموړی وايي، په دغو ولسوالیانو کې وسله وال مخالفین اډې او روغتون لري.
له بل لوري د ولسي جرګې استازې نظیفې ذکي وویل، چې په کندوز ښار کې اوسني روان عملیات د وسله والو طالبانو د ماتولو له پاره بسنه نه کوي.
نوموړې په خپلو خبرو کې وویل، چې په دشت ارچي او چهادرې ولسوالیانو کې وسله وال مخالفین د وسلو زیرمې لري او زیاته یې کړه، چې وسله وال طالبان د عملیاتو په فشار کې هلته ځي او د افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې له پاره ځانونه سمبالوي.
دغو استازو همدا ډول ټینګار وکړ، که په دغو ولسوالیانو کې وسله وال طالبان په پوره ډول له منځه یو نه سي، نو په کندوز کې به ټیکاو رامنځته نه شي.
له بل لوري افغان ولسمشر محمد اشرف غني، تېره ورځ د کندوز مېشتو سره په لیدنه کې ویلي و، چې د کندوز په ټولو ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو کې به پراخ چاڼیز عملیات پیل شي.
د غوڼدې په پای کې د جرګې رییس د دې جرګې د کورني امنیت او د فاعي چارو کمېسیونونو ته دنده وسپارله، چې ژر تر ژره دې د پلاوي لیست جوړکړي او دغه لېست دې اداري پلاوي ته دې وسپاري.
دوی وویل، چې دغه پلاوی به کندزو ته لاړشي، د کندوز مسله به په هراړخیزه توګه وڅېړي او عمومي غونډې ته به راپور وړاندې کړي.