ولسي جرګه: د کندوز وروستی وضعيت د اندېښنې وړ دی

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې ځينو وکيلانو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اوسني امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل، چې د هېواد په کچه امنيتي حالات ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دي، خو امنيتي لوړ پوړو چارواکو دغې موضوع ته جدي پاملرنه نه ده کړې.

د ولسي جرګې غړي نقیب الله فایق وویل، چې وسله والو طالبانو په تېرو ۱۰ کلونو کې دومره پرمختګ نه وو کړی لکه چې په دې وروستيو کې يې د هېواد په لويو ښارونو کې مخکې تللي.

ده زياته کړه، چې طالبانو نن د کندوز روغتون ته ځانونه رسولي وو او دا د اوسني نظام له پاره د شرم ځای دی.

فایق وايي، چې د کندوز د سقوط له پاره يواځې څو کوڅې پاتې دي.

له بل لوري بیا ځينې نور وکيلان وايي، چې د هېواد اوسني امنيتي وضعيت په اړه باید د امريکا او انګلستان له سفيرانو سره خبرې وشي او د امنيتي تړون په باب ترې پوښتنې وشي.

د ولسي جرګې بل غړي زمرک پادخوابي وویل، چې دوی د خلکو استازي دي او د ټول ملت سترګې دوی ته دي او نه باید له امنيتي وزیرانو سره معامله وکړي.

هغه پر وکيلانو تور پورې کړ، چې د استجواب او استيضاح پرمهال له وزیرانو سره معاملې کوي او باید داځل له دوی سره جدي چلند وشي.

له بل لوري د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي وویل، چې په کندوز، بغلان، هلمند، پکتیکا او نورو ډېرو ولايتونو کې امنيتي وضعيت خراب دی او د خرابېدو عمده علت يې د امنيتي ځواکونو بې غوري ده.

هغه د کندوز پر والي تور پورې کړ، چې له مخالفينو سره لاس لري.

د ولسي جرګې مشر زياته کړه، چې د کندوز خلک له دغه والي څخه بې زاره دي.

په دې اړه مو وغوښتل د کندوز د والي نظر هم تر لاسه کړو، خو بريالي نه شو.

په هېواد کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اړه په وار وار وکيلانو اندېښنې په ډاګه کړي، چې ان څو ورځې وړاندې د وکيلانو له لوري د امنيتي چارواکو د استيضاح پريکړه وشوه او دغه موضوع بیا د څو ورځو له پاره خاموشه پاتې شوه.

اوس بیا ځينو وکيلانو دا پريکړه کړې، چې امنيتي وزیران استیضاح کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام