ولسي جرګه: اهل هنود او سېکان دې د اوتار سینګ پرځای ټاکنیزو کمپاینونو ته خپل نوماند معرفي کړي

په جلال‌اباد ښار کې په پروني ځانمرګي برید کې ولسي جرګې ته د اهل هنود او سېکانو یوازېنی نوماند اوتار سینګ خالصه په ګډون د اهل هنودو ځېنې مشران هم ووژل.

له دې پېښې وروسته د ولسي جرګې ځېنو غړیو او مدني فعالانو نن ورځ د اوتار سینګ خالصه پر ځای د اهل هنود له‌خوا د یوبل کس نوماندۍ غوښتنه وکړه.

اوتار سینګ چې له ډېرې مودې راهیسې د هندو او سېک قومونو مشري پرغاړه درلوده په ولسي جرګه کې د یوې څوکۍ ترلاسه کولو له‌پاره د دغو قومونو یوازېنی نوماند و چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پربنسټ دغه مذهبي اقلیت ته ځانګړې شوې وه.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي وايي، د افغانستان په جګړه کې بېلابېلو قومونو زیان لیدلی او اهل هنود هم له دغه امره خوندي نه دی پاتې او زیانمن شوي دي.

مېرمن هاشمي له اهل هنود او سېک قومونو غواړي چې د اوتار سینګ خالصه پر ځای دې بل کس په ټاکنیزو کمپاینونو کې شامل کړي.

مدني فعال بسم‌الله رنجبر چې په ولسي جرګه کې اهل هنود او سیکانو ته د یوې څوکۍ ځانګړي کولو په موخه له عدالت غوښتونکیو سره یو ځای و. وايي، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د اهل هنود او سېکانو له ډلې یو کس د اوتار سینک پرځای د اوتار له‌خوا پر وړاندې شویو کارتونو او سندونو ټاکنیزو کمپاینونو کې شامل کړي.

اهل هنودو چې نن د جلال‌اباد ښار درمسال کې مراسم درلودل ویې ویل، تر اوسه پورې یې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د اهل هنودو ویاند ګلجیت سینګ وايي، د تېرې ورځې برید کې د دوی ۱۵ مشران وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

ښاغلی سینګ وايي، هغوی د قربانیانو د جنازې له مراسمو او د هېواد د ټولو هندوانو له حضور وروسته، به ولسي جرګې ټاکنو ته د بل نوماند معرفي کولو په اړه پرېکړه وکړي.

د حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا له غونډې وړاندې د ننګرهار برید چې ډېر شمېر قربانیان‌ یې افغان سېکان او هندوان وو؛ لوی جنایت بللی دی.

په کابل کې د هند سفارت هم ننګرهار کې د تېرې ورځې برید چې په ‌کې افغان هندوان او سېکهان ووژل شول، په کلکه غندلی دی.

د هند سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا برید د نړۍوال ترورېزم پرضد په متحدانه توګه د نړۍوالې مبارزې په اهمیت ټینګار کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستان پر هندوانو برید غندلی او دا یې یوه تراژیدي بللې ده.

د ننګرهار د تېرې ورځې ځانمرګي برید کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام