ولسي جرګه: امنیتي ځواکونه دې د لویو لارو امنیت ټینګ کړي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د هیواد په لویو لارو کې ناامنۍ، وسله‌والو غلاوو، تښتونو او یرغمل نیونو اندېښمن کړي دي.

د ولسي جرګې غړی محمدعلي اخلاقي وايي، د غزني ولایت د جاغوري، مالستان، روزګان او د یو شمېر نورو ولسوالیو مواصلاتي لارې د طالبانو په واک کې دي او خلک ځوروي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دویم نایب امیرخان یار چې د دې جرګې د نن ورځې غونډې مشري یې کوله، له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د لویو لارو امنیت ټینګ او د خلکو ځان او مال وساتي.

بل لور ته یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۰ نظامیان او ملکیان د بغلان- کابل له لویې لارې تښتولي دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو تېره شپه د دوشي ولسوالي په اوږدو کې ۵ مسافر له موټرو کوز کړي او له ځانه سره یې بیولي دي.

د بغلان اوسېدونکي شریف‌الله او هارون د لویو لارو په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو د پوستو نه موجودیت د مسافرو د تښتولو اصلي لامل بولي. نوموړی وايي، طالبان په‌دې وروستیو کې د کابل ـ بلخ او کابل بغلان لویو لارو ته راوځي او خلک ځوروي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو غلاوو، وژنو او تښتونو د لویو لارو ترڅنګ د پلازمینې کابل په ګډون د نورو ولایتونو په مرکزونو کې هم خلک اندېښمن کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام