ولسي جرګه: امنيتي ادارې باید د ناامنیو په باب بې تفاوته پاتې نه شي

د دې جرګی په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمیر وکیلانو د ناامنیود زیاتیدو په اړه اندیښنې په ډاګه کړې.

د ولسي جرګې لومړی نایب عبدالظاهیر قدیر، چې د غونډې مشري یې کوله وویل، امنیتي وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی.

په ننګرهار، کندوز، فاریاب، بدخشان، کندهاراو داسې نورو لایتونو کې جګړې ورځ تربلې زوراخلي ملکي او امنیتي کسانو ته هره ورځ مرګ ژوبله اوړي.

دده په وینا، د ناامنیو په کابو کولو کې حکومت پاتې راغلی دی.

قدیر له کورنيو چارو او دفاع وزارتونو له چارواکو غوښتنه وکړه، چې امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د ناامنیو د زیاتیدو په اړه تیره ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې هم ځینو سناتورانو اندیښنې په ډاګه کړې وې.

تر دې چې تیره اونۍ د مشرانو جرګې غړیو د ناامنيو د زیاتیدو او ځینو نورو لاملونو له امله د احتجاج په توګه د څوورځو له پا ره د غونډو جوړول بندکړي وو، چې تیره ورځ یې بیرته په کارپیل وکړ.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي شکریې بارکزۍ وویل، چې د ناامنیو د زیاتیدو د نورولاملونو ترڅنګ سترلامل د ملي  یو والی د حکومت د چارواکو خپل منځي ستونزې دي.

بارکزۍ زیاته کړه، چې که دولتي مشرانو خپل منځي غمږي درلودی ستونزې به دومره نه وې. شکریې بارکزۍ د ولسي جرګې غونډې ته وویل، چې د نه همغږۍ له امله اوس په حکومت کې دواړه پنځوس، پنځوس سلنه سهم لرونکي ګیلې او شکایت کوي.  

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې تیره ورځ ولسمشرمحمد اشرف غني خبري غونډې ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او په میړانې او سرښندنې سره د خپل هېواد او خلکودفاع کوي.

ولسمشر ویلي وو، افغان امنيتي ځواکونو دا په اثبات رسولي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې هیڅ ډول کمی نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام