ولسمشر غني: فساد، فاجعه او پتنه درې خبیثې کړۍ دي

ولسمشر محمداشرف غني ارګ کې د «اداري فساد پر ضد د منبر غږ» تر نوم لاندې غونډې په دویمه ورځ وویل، فساد، فاجعه او پتنه درې خبیثې کړۍ دي.

د ولسمشر په وینا، دا چې پتنه او فساد نظام له‌منځه وړي؛ علما باید فاسد چارواکي هېوادوالو ته ور وپېژني.

د ښاغلي غني په وینا، د خبیثې کړۍ پر وړاندې باید له عدالت، قانون او حاکمیت څخه دفاع وشي.

ولسمشر همدارنګه وايي، د افغانانو جهاد یوه حماسه وه چې لاسته راوړنه یې فاجعه ده.

د افغان‌علماوو شورا او لویې څارنوالۍ د «اداري فساد پر ضد د منبر غږ» تر نوم لاندې دوه ورځنۍ غونډې کې پرېکړه وکړه چې له فساد سره د ګټورې مبارزې له‌پاره یوه نقشه رامنځته شي.

د دېې غونډې د پرېکړه‌لیک په یوې برخې کې راغلي چې په حکومت کې باید ګومارنط د اړیکو پر ځای په وړتیاوو وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام