ولسمشر غني د مونیخ امنیتي غونډې ګډون په موخه المان ته ځي

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن پنج‌شنبه کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني به د مونیخ امنیتي غونډې په موخه المان ته ولاړ شي.

مرتضوي وویل، چې په دې غونډه کې به ولسمشر د ترهګرۍ، پرګواښونو، سخت دريځۍ او بنسټ پالنې خبرې وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده، چې جمهور رییس نن شپه د المان په لور وخوځيږي.

د مرتضوي پرخبره، ولسمشر به د مونیخ غونډې په څنډه کې د امریکا د ولسمشر مرستیال، د المان صدراعظم او نړیوالو جنایي جرمنو پر وړاندې د محکمې له رېیس او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

په دغه سفر کې د ولسمشر  غني سره د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار همایون قیومي ملتیا کوي.

د مونیخ امنیتي غونډه هرکال د نړۍ د ګڼو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون المان کې جوړيږي، چې پرامنیتي ګوښونو بحث کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام